کــه چیرې د نیازیو د نسب شجــره وګورو نـو څرګنده به شي چـې دوی د متوزیو په ټولنیز ګروپ کې شمــېرل کیږی او د لـودي اولاده ده. نیازی د لودی زوی د خپلـو درېو مېرمنو نه درې زامن درلودل یغنـې:باهی،جمــال او خاکو چــې په دوی کـې باهی چـې د سرواڼی د لور زوی و ډیر پرهېــــزګار او باتقوی شخـص و.نیازی په پیـل کـې د غزني په شاوخــــوا اوسېدل.دوی داندړو غلجیــانو د دښمنۍ په وجـــه له دغه ځای څخــه لېـږد وکړ.
په (۱۴۵۱ع)کال کې چې بهلول لودي په هند کـې د پښتنــو سلطنت قایم کړ نو د یوه فرمـــان په زریعه یې ډیـــر پښتـــانه هند ته وبلل چې دوی هلتــه لاړل او په عسکري څانګو کې یې دنده ترسره کولـــه. دوی پر سلطان بهلول لودي باندې ډیــر ګران وو. د سوري شېـرشاه د واکمنۍ په وخت کې دوی تـه لوړ لوړ دولتــي پُستونـه او منصــبونه ورکــړل شول چې ددوی په جمله کې هیبت خان نیازی او عیسی خان نیازی د ډیر اقتدار خاوندان وو چې هیبت خان نیازی ته د اغظم همایون لقب ورکړل شوی و او لاهــور او پنجــاب صوبیدار ټاکل شوی و.په هندوستان کـې نیازیو دومره قدرت او پرمختګ ترلاســه کړ ان تر دې چې د سلیــم شاه سوري سره یې سختــه مقابله وکـــړه چې ددې بغــاوت او سرکشۍ له کبلـــه دوی د تباهی سره مخــامخ شول.
په افغانستان کې عیسی خېلـو،موشانیو او سرهنـګ د ښاخونو نه پرتـه د نیازیو نور ښاخونه او څانګـې دومره مشهورې نه دي او اکثره په خواره واره ډول ژوند کوي.
نیازیان د اباسیــن په دواړو غاړو د کالاباغ نه تر پنیــالې پورې او د خټکــو د غره د شرقي لمنې نه تر میانوالـی پورې مېشتـه دي.همداراز د بنګښو د سیمې په توغ نومی ځای کې هم نیازی استوګنـه لري.کـه څه هـم د نیازیو ځینې ښاخـونه لکــه مرهل،کنډی او هټی په پوونده توب او سوداګرۍ باندې بوخت دي خو د شمېر له مخـې ډیر لږ دي.د کنډي لـه ښاخ نه یو شمیــر په خوسـت کـې اوسېږي او د ځمکـو خاوندان دي.
همداراز یو زیات شمیر نیازی د لغمان ولایت د الینګار په ولســوالی کې د نیازیو په نـامه کلی او نورو کلیو کې استوګنه لري چـې شمېـر یې هلــته(۱۵۳۹)تنـه ښودل شوې دي.د غزني ولایت د ده یک په علاقــه داری کـې هم یو شمیـر نیازی استوګنـه لري.همدا راز د زابل په مرکز کلات،د هلمـند د نادعلي په ولسوالی،دلوګرولایت په کلنګـار او دکابل په شاوخوا په تـېره بیا په شیوکیو کې هم یو شمیــر نیازی اوسېږي.
د لغمـان دالینګار دولسوالی نیازی په لاندېنیو کلیو کـې مېشـته دی:اکین آباد،شاه آباد،شیـن ګاړی،شور آباد،نیازیو،الوخېلو،حاجی کلا،میاخېلو،کلاو،سلینکــار،قصبـه،ټینګــور،قلعـه ټک،نیمنانی،کوټاخېلو،شیخانــو کلا او سنګره کې لنډ دا ګـې نیازی د پښتنـو یوه مشـهوره قبیلــه ده.
د نیازی ابـن لودی ابن شاه حسین فوري د نسب شجـره
۔۔چی نه تنها په اُفغانستان کی بلکی زیاد شمیر پاکستان هند او دنیا نورو سیمو کی ژوند کوی
لیکوال: لطیف یاد
Afghanistan kay hussainzai niazi kay baray may bataye plz
انشااللہ ہم جلد افغانستان کے حسین زئی نیازیوں کا شجرہ اپلوڈ کریں گے۔ فی الحال فیس بک پیج پر ان کا شجرہ موجود ہے وہاں ملاحظہ کریں۔۔